د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا مرکزي خبري اجنسي د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون د اپريل په ۱۲مه نېټه وويل، که امريکا د دواړو هېوادونو د مشرانو د درېيمې ليدنې لپاره يوه مناسبه لاره پيدا کړي چې د ديموکراتيکې کوريا ته د منلو وړ وي، ديموکراتيکه کوريا هم غواړي چې يو ځل بيا د مشرانو ليدنه تر سره کړي.
نوموړي وويل، سره له دې چې امريکا څو ځلې د دواړو هېوادونو د مشرانو ليدنه ياده کړې ده، خو ديموکراتيکه کوريا د ها نوی ليدنې په شان د داسې سرمشريزې ليدنې هرکلی نه دی کړی. هغه وويل، که څه هم ديموکراتيکه کوريا ډيالوګ او سلامشورې ته په درنه سترګه ګوري، بيا هم د امريکا هغه کړنې، چې پر خپلو شرايطو پکې ټينګار کوي او يوازې له بل هېواد څخه خپلې غوښتنې کوي، داسې چلند د ديموکراتيکې کوريا نه خوښېږي او ورته د منلو وړ نه دی.
نوموړي وويل، اوس امريکا ځينې دښمنانه عملونه کړي دي چې د دواړو هېوادونو له ګډې اعلاميې څخه سرغړونه ده، لکه د ديموکراتيکې کوريا د قاره ويشتونکی بالستيک توغندي پر ضد يې ازموينه کړې او بيا يې پوځي تمرين کړی. ديموکراتيکه کوريا د امريکا د يادو کړنو په اړه خپله ناخوښي او خپګان څرګندوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |