د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فتح د مرکزي کميټې د غړي محمد اشتايي په مشرۍ د فلسطين نوي حکومت د اپرېل په ۱۳مه نېټه په رام الله کې د لوړې مراسم تر سره کړل.
د تېرې دورې حکومت اکثريت غړي خپلواک شخصيتونه وو، خو د اوسني حکومت غړي زياتره له فتح سره تړاو لري. حماس کوم چې د فلسطين د ازادۍ بښونکي سازمان څخه جدا دي، په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې نوی حکومت ناقانونه دی او دوی د عمومي ټاکنو غوښتنه کوي. په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د اشتايي حکومت تاسيس د فتح د جلاوالي پاليسۍ دوام دی او په فلسطين کې به داخلي ويشته زياته کړي. د اوسنيو ننګونو په پام کې نيولو سره چې فلسطينيان ورسره مخ دي، د ملي يووالي حکومت بايد جوړ شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |