د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سره صليب نړيوالې ټولنې او د روغتيا نړيوال سازمان د طالبانو تر خبرداري وروسته په افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول.
طالبانو د اپريل په ۱۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سره صليب نړيواله ټولنه او د روغتيا نړيوال سازمان د پخوانۍ ژمنې د نه تر سره کېدو له امله نشي کولی د دوی تر کنټرول لاندې سيمو کې فعاليتونه تر سره کړي.
د مالوماتو له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې د طالبانو دا ډول حرکت به په افغانستان کې کمزورو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسولو باندې منفي اغېزه وکړي. د سره صليب نړيوالې ټولنې يو مامور وويل چې دوی اوس له طالبان سره خبرې اترې کوي تر څو مسئله حل شي او دوی خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |