CRI Online

ډونالډ ټرمپ : له کيم جونګ اون سره مې اړيکې ډېرې ښې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 09:49:14

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په ۱۵ مه نېټه خبري رسنيو ته وويل چې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت له رهبر کيم جونګ اون سره يې اړيکې ډېرې ښې دي، نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې د امريکا او ډيموکراتيکې کوريا لخوا يو د بل پر دريځ پوهاوی د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د درېيمې ناستې لپاره ګټه لري.

کيم جونګ اون د اپريل په ۱۲ مه نېټه وويل چې له ټرمپ سره يې شخصي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په شان دوښمنانه نه دي. نوموړي زياته کړه چې که څه هم ډيموکراتيکه کوريا غواړي د خبرو اترو له لارې مسئله حل کړي ، خو د امريکا د خبرو اترو له هغو لارو چارو سره علاقه نه لري چې پر خپلو شرايطو ټينګار کوي او خپلې غوښتنې پر نورو تپي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای