CRI Online

په ايران کې د سيلابونو له امله ۷۶ تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 09:52:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ايران د بيړني حالت د حلولو څانګې د اپرېل په ۱۴مه نېټه وويل، د دغه هېواد په دننه کې نژدې په يوې مياشت کې د سيلابونو له امله په ټول هېواد کې ۷۶ تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۵۴۴تنه ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې، دغه سيلاب د ايران د ۳۱ ولايتونو په ۲۵ کې پيښ شوي چې په سلګونو مليونو د امريکايي ډالرو زيانونو سبب شوي دي. سخت باران په ځينو غرنيو سيمو کې د غرونو د ښوېدلو پيښې شوې چې له امله يې زيات خلک نورو ځايونو ته کډوال شوي. برسيره پر دې په زياتو مصيبت ځپلو سيمو کې ځينې پلونه، سړکونه، کروندې او د اوبو لګولو پروژې هم ويجاړې شوې دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای