CRI Online

د سوريې ولسمشر له عراق سره د اړيکو پرلا ټينګښت ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 09:52:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې ولسمشر بشار الاسد د اپريل په څوارلسمه نېټه وويل چې د سوريې او عراق ترمنځ د اړيکو لا ټينګښت د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره ګټور دی.

د سوريې خبري اژانس په همدې ورځ خبر ور کړ چې بشار الاسد د عراق د امنيتي چارو له سلاکار الفلح فريادي سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې د اوسنو سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو پر وړاندې سوريه او عراق بايد د خپلو هېوادونو د بېلتون غوښتونکو له دسيسو او د بهرنيو دښمنانو له خوا له جوړو شويو ګډوډيو سره د مقابلې په وخت کې تر خپلې وسې پورې دولتي حاکميت او د تګلارو جوړولو خپلواکي وساتي.

دواړو خواوو په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو په باب بحثونه وکړل او په بېلا بېلو ساحو کې يې د دغو اړيکو د پرمختګ پر ضرورت باندې ټينګار وکړ. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای