CRI Online

د ونزويلا ولسمشر: په روان کال کې به د مليشاوو شمېر درې مليونو ته ورسيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 09:56:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ونزويلا ولسمشر نيکولاس مادورو د اپريل په ديارلسمه نېټه وويل چې په روان کال کې به د دې هېواد د مليشاوو شمېر له دوو مليونو او دوو لکو څخه لږ تر لږه درې مليونو ته زيات شي او د دې هېواد حکومت به د قانون له مخې د دغو مليشاوو مقام تائيد کړي. هغه دغه مليشې وهڅولې چې په بېلا بېلو ساحو کې د توليداتو د توليدي اندازې د زياتوالي لپاره کار او خدمتونه وکړي تر څو د ونزويلا اقتصاد بيا سمسور شي.

له روان کال راهيسې ونزويلا له سياسي بحران سره مخ دی. د دې هېواد د پارلمان رئيس او د مخالفې ډلې مشرجون ګوايدو د ولسمشر مادوردو د ماموريت مودې دوام نه مني او د لنډمهالي ولسمشر په توګه يې ځان اعلان کړی دی.امريکا د ولسمشر مادورو د نسکورولو لپاره په پر له پسې توګه پر دې هېواد اقتصادي بنديزونه لګولي او په ديپلوماتيکو لارو چارو يې پرې فشارونه اچولي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای