CRI Online

تهران کې د چين په اړه د ايران لومړنی څېړنيز مرکز جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 10:47:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل په ۱۴ مه نېټه په تهران کې"د چين څېړنيز مرکز" په رسمي توګه پرانيستل شو، دغه مرکز د چين د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون او د ايران د علامه طباطبايي پوهنتون لخوا په ګډه سره جوړ شوی او په ايران کې د چين په اړه لومړنی څېړنيز مرکز دی.

د شانګهای د بهرنيو ژبو د پوهنتون مرستيال جانګ فنګ په همدې ورځ د دغه مرکز په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال وويل چې دواړو پوهنتونونو د خپلمنځي علمي همکاريو د پياوړتيا په موخه هوکړه کړې چې په خپلو پوهنتونونو کې به په جلاجلا توګه "د چين څېړنيز مرکز" او "د ايران څېړنيز مرکز" جوړ کړي او پدې سره به د دواړو هېوادونو خلکو ته د يو او بل کلتور وروپېژني او خپلو کارپوهانو ته به د علمي څېړنو او همکاريو زمينه برابره کړي.

د ايران د علامه طباطبايي پوهنتون "د چين د څېړنيز مرکز" مشر غلام علي چګيني زاده د خپلې وينا پر مهال وويل،چې د درېيو عواملو په نظر کې نيولو سره د چين څېړنيز مرکز جوړ شوی، لومړی، په تېرو پنځو کلونو کې د ايران حکومت د خپلو ډيپلوماتيکو ستراتېژيو د جوړولو پر مهال چين ته ډېره پاملرنه کړې، د دغه مرکز د جوړولو هدف حکومت ته د دغو ستراتېژيو د جوړولو په برخه کې مرستې برابرول دي. دويم، په نړيوال سياست کې نوی بدلونونه رامنځته شوي، د نړيوال سياست په اړه ټول علمي څېړونکي چين ته توجه کوي، نو علامه طباطبايي پوهنتون غواړي "د چين د څېړنيز مرکز " د جوړولو له لارې د چين په اړه څېړنه پياوړې کړي. درېيم، اوس د لويديځې اسيا په وضعيت کې نوي بدلونونه رامنځته کېږي او نو دې ته په پام سره بايد چين په دغه سيمه کې مهم رول ولوبوي او دا د نوموړي پوهنتون لخوا "د چين د څېړنيز مرکز " د جوړېدو يو بل لامل دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای