CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير پر اروپا انتقاد وکړ چې د دوه اړخيزو سوداګريزو حسابونو د ميکانيم د پيلولو ژمنه يې نه ده پوره کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 15:26:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران خبري تلويزيون د اپريل په څوارلسمه نېټه خبر ور کړ چې د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په همدې ورځ په خپلو خبرو کې پر اروپايي هېوادونو انتقاد وکړ چې ژمنې يې نه دي پوره کړې او په ټاکلي وخت کې يې د دوه اړخيزو سوداګريزو حسابونو ميکانيزم يې نه دی پيل کړی.

نوموړي وويل چې اروپايي هېوادونو او ايران ترمنځ له سوداګريز تګ راتګ څخه د ملاتړ وسيله په داسې حال کې چې امريکا په يوه اړخيزه توګه د ايران له ذروي تړون څخه وتلې ،د اروپا له خوا وړاندې شوې يوه ابتدايي لايحه ده، خو اروپايي هېوادونه په ټاکلي وخت کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. هغه پردې ټينګار وکړ چې اروپايي هېوادونه بايد دغه ژمنې پوره کړي او د دوه اړخيزو سوداګريزو حسابونو د ميکانيزم د پلي کولو لپاره دې لازم تدبيرونه ونيسي.

د روان کال د جنورۍ په پای کې بريټانيا، فرانسې او المان په يوه ګډه اعلاميه کې له ايران سره د سوداګرۍ په هکله د ځانګړي ميکانيزم د جوړولو اعلان وکړ او زياته يې وکړه چې ايران په هر اړخيزه او اغيزمنه توګه په ذروي ساحه کې خپلې ژمنې پوره کوي چې دا د دغه ميکانيزم د پلي کولو مخکني شرط دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای