
د پاکستان په شمال د ګېلګېت په ختيځه ورڅېرمه کې د چينايانو يوه هديره ده. دلته چاپېريال ډېر ښه ښکاري، شنې ونې پکې ولاړې دي او پاکې اوبه په شاوخوا کې بهېږي. ۸۸ تنه چينايان چې د کراکرم سړک د جوړېدو په ترڅ کې قربان شوي، همدلته خاورو ته سپارل شوي دي. د اپريل په ۵مه نېټه په پاکستان کې د چين سفارت، ځينو چيني تصديو، چيني خبري رسنيو او د چيني محصلينو استازيو او د ګېلګېت د بېلا بېلو کچو چارواکو او ځينو پاکستاني داوطلبانو په دغه هديره کې دغو چيني قهرمانو ته د احترام څرګندولو په موخه درانه مراسم جوړ کړل.

هر کال د اپريل ۵مه نېټه په چين کې د چينګ مينګ په نوم ورځ وي. چينايان دود لري چې په دغه اختر کې فقيدو کورنيو غړيو يا ملګرو ته د احترام څرګندولو لپاره د دوی قبرونو ته ځي، قبرونه يې پاکوي او تازه ګلان او خوراکي توکي خواړه هلته کېږدي. د سږ کال په همدغه ورځ د پاکستان په ګېلګېټ کې د چينايانو په هديره کې فضا جدي او غمجنه وه. د هديرې په منځ کې د سپين ببر ياد څلي پر وړاندې تازه تازه ګلونه کېښودل شول. د چين او پاکستان د بېلا بېلو ټولنو استازيو په قرباني شويو چينايانو خپګان څرکند کړ، د ګلانو هارونه يې پر قبرونو وغوړول او پر قبرونو باندې پرتې خاورې يې ليرې کړې. د خپګان په دغو مراسمو کې د ګېلګېټ مرستيال ښاروال ښاغلي سميع الله فاروق د خپلې وينا په ترڅ کې وويل:
(لومړی اواز)
موږ نن دلته راغونډ يو، د کراکرم سړک د جوړېدو لپاره پر قرباني شويو چينايانو خپګان څرګندوو او دوی ته عالي احترام او درناوی وړاندې کوو. دغه هديره يو تاريخي ځای دی، ځکه چې د پاکستان او چين ترمنځ صميمانه دوستي ترې څرګندېږي. په راتلونکې کې دغه ډول نژدې او رښتينې دوستي دې لا نور هم پياوړې شي.

په ۱۹۶۶ کال کې د چين او پاکستان ترمنځ د ځمکنۍ لارې د پرانيستلو په موخه د کراکرم سړک په جوړېدو پيل وشو. د اصلي تړون له مخې، دواړو هېوادونو بايد د خپل قلمرو په دننه د دغه سړک برخه جوړه کړې وای، خو د پاکستان دننه ابادېدونکې پروژه ډېره ګرانه او سخته وه چې دغه هېواد پخپله دا نشوای بشپړولای. نو په ۱۹۶۸ کال کې د چين حکومت خپل کارپوهان او کارکوونکي پاکستان ته ولېږل او مرستې يې ورته برابرې کړې دي. د ۱۹۷۸ کال په اختر کې د کراکرم سړک بشپړ شو چې اوږدوالی يې ۱۲۲۴ کيلومترو ته رسېږي او له هماليا ، کراکرم او هندوکوش ۳ مسلسلو غرونو او د پامير له لوړې څخه تېرېږي. د دغه سړک په اوږدو کې د سختو او خطرناکو جغرافيايي شرايطو په اثر د پروژې په بشپړتيا کې ډېرې ستونزې پيدا شوې او څه باندې ۷۰۰ تنو چيني او پاکستاني کارکوونکو د سړک د جوړولو په بهير کې خپل سرونه ورکړي دي.
د ګېلګېټ او بالتيستان سيمې د پارلمان مرستيال ښاغلي جفرالله خان په يادو مراسمو کې څرګنده کړه:
(درېيم اواز)دلته قربانيان ښخ شوي. موږ نن دوی ته احترام څرګندوو، ځکه چې دوی په خپلو سرونو د دغې سيمې ترانسپورټي شبکه جوړه کړې او د پاکستان او چين ترمنځ سوداګرۍ ته يې ستر پرمختګ ورکړی دی. نن ورځ دغه سړک د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز يوه برخه ګرځېدلې دی. اوس موږ په دې اړه کار کوو. لاسته راوړنې به يې پاکستان، چين، منځنۍ او لويديځې اسيا حتې ټوله نړۍ به ورڅخه برخمنه شي.
|
20190415
|
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |