CRI Online

تېر کال په ايران کې د بې کارۍ انډول ۱۲ سلنې ته رسېدلی و

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 19:02:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د ايران د شمېرنې دولتي مرکز په يوې خپرې شوې اعلاميې کې څرګنده کړه چې د ۲۰۱۸ کال له مارچ څخه د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې په ايران کې د بې کارۍ انډول ۱۲ سلنې ته رسېده او د بې روزګاره خلکو شمېر ۳ مليونو او ۲۶۰ زرو ته رسېدلی و. دغه انډول د وړم کال په پرتله ۰،۱ سلنه زياتوالی نښيي.

د مالوماتو له مخې، په تېر کال کې په ايران کې د نارينه وو د بې کارۍ انډول ۱۰،۴ سلنې ته او د ښځينه وو د بې کارۍ انډول ۱۸،۹ سلنې ته رسېده، په ښارونو او علاقه داريو کې د بې کارۍ انډول ۱۳،۵ سلنې ته او په کليوالو سيمو کې د بې کارۍ انډول ۷،۹ سلنې ته رسېده. په ايران کې د بې روزګاره کسانو شمېر ټولټال ۳ مليونو او ۲۶۰ زرو ته رسېده چې پکې يې د نارينه وو شمېر ۲ مليون او ۲۵۰ زره تنه ښودل شوی او د ښځينه وو شمېر ۱ مليون او ۱۰زره تنه ښودل شوی دی.

په ايران کې د بې روزګارۍ دغه راپور د هجري شمسي کال په پيل او د ميلادی کال د مارچ په اخرو کې خپور شوی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای