CRI Online

د م م سرمنشي غوښتنه وکړه چې بايد د دوامدار پرمختګ له هدف څخه د ملاتړ لپاره لا زياتې پانګونې وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-16 09:41:26
د م م سرمنشي غوښتنه وکړه چې بايد د دوامدار پرمختګ له هدف څخه د ملاتړ لپاره لا زياتې پانګونې وشي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اپريل په ۱۵مه نېټه وويل، تر ۲۰۳۰ کال پورې د م م د دوامدار پرمختګ لايحې د عملي کېدو لپاره لا زياتو پانګو ته اړتيا لري.

ګوټريس په همدې ورځ د پرمختګ او پانګو راغونډولو په اړه د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو د شورا د ۲۰۱۹ کال فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د دوامدار پرمختګ د موخې عملي کول له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، مثلا اقتصادي پرمختګ برابر نه دی، د پورونو سويه په دوامداره توګه لوړېږي او نړيوال تجارتي اصطکاک د سختېدو په حال کې دی او داسې نور. د پيسو د نړيوال صندوق د تازه څېړنې له مخې،د روغتيا ساتنې، ښوونې، لويو لارو، برېښنا، اوبو او روغتيايي تجهيزاتو په برخو کې د پرمختيايي هېوادونونو د پانګو کمښت کابو دوه زره شپږ سوه مليارډه امريکايي ډالره دی.

انټونيو ګوټريس وويل، پرمختللي هېوادونه بايد په اديسه بابا کې کړې ژمنې په ښه توګه پوره کړي، د پرمختګ په برخه کې مرستې لازمې دي، په تېره بيا د ډېرو بېوزلو هېوادونو لپاره. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای