د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دميتري پېسکوف د اپريل په ۱۵ مه نېټه وويل چې د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون تر منځ کتنه اوس د چمتوالي په حال کې ده.
هغه زياته کړه چې دواړو خواوو د کتنې په اړه خبرې اترې کړې، روسيه به د کتنې دقيق وخت او ځای اعلان کړي. اوس په دې اړه مالومات نه شو خپروالی.
د مالوماتو له مخې، د روسيې او ديموکراتيکې کوريا مشرانو تر منځ کتنه ښايي په نږدې راتلونکې کې د روسيې په ولاديوستوک کې تر سره شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |