CRI Online

د چين تر ټولو ليرې جنوبي سيمه په ښوونځي کې د کتاب لوستلو اوازونه اورېدل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-17 15:00:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د های نان ولايت په سان شه ښار کې د يونګ شينګ ښوونځی د چين په تر ټولو ليرې جنوبي سيمه کې موقعيت لري او هلته ياد ښوونځی د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۳مه نېټه جوړ شو. د دې ښوونځي په بشپړېدو سره په سان شه ښار کې د ښوونځي د نه لرلو تاريخ پای ته رسېدلی. زموږ خبريال څو ورځې مخکې دغه ښوونځي ته لاړه او په ښوونځي کې د کتاب لوستلو اوازونه يې واورېدل.

په دغه ښوونځي کې پر وړکتون او ابتدايي ښوونځي سربيره، د ځوانانو د مسلکي روزنې څانګې هم شتون لري. اوس د ورکتون او ابتدايي ښوونې په څانګو کې اته تنه ښوونکي شته، په وړکتون کې ۲۶ تنه ماشومان او په مکتب کې ۱۱ تنه زده کوونکي شته. د ځوانانو مسلکي روزنه د اوونۍ په پای کې ترسره کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای