CRI Online

د چونګ چينګ په پې لين سيمه کې د سوداګر پنګ ژونګ ګوی کيسه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-17 15:05:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د چونګ چينګ ښار په پې لين سيمه کې د مالګين شويو سبزيو يوه مغازه شته چې سوداګريزه نښه يې (( پنګ پوه پوه )) ده. د دې مغازې پراخوالی له پنځلسو مربع مترو څخه کم دی، خو په انټرنيټي شبکه کې ډېر مشهور دی.

د دې مغازې خاوند پنګ ژونګ ګوی په ۲۰۱۲ کال کې خپل ټاټوبي چونګ چينګ ښار ته راستون شو او د ((پنګ پوه پوه )) سوداګريزه نښه يې جوړه کړه او دغه راز يې په خپلو سوداګريزو کارونو پيل وکړ. هغه په ۲۰۱۷ کال کې د حکومت تګلارو په مرستې سره د 2.5 لکو يوانو په ارزښت بې ګټه پورونه تر لاسه کړي او په خپل کلي کې د ۳۰ مربع مترو په پراخوالي يوه کوچنې فابريکه جوړه کړه، په دې توګه د مالګين شويو سبزيو توليدي اندازه او کيفيت لوړ شوی دی. پنګ ژونګ ګوی د خپلو مالګين شويو سبزيو د خرڅلاو لارو د پراخولو لپاره په انټرنيټي شبکو کې ډېر اعلانونه کړي او څرګند بریاليتوب يې تر لاسه کړی دی. تېر کال د ده د مالګين شويو سبزيو د خرڅلاو اندازه ۳۰ ټنو ته رسېدلې او د امريکا، جاپان او روسيې په شمول يو شمېر هېوادونو او سيمو ته صادر او وپلورل شول او د پلورلو ارزښت يې څه پاندې اوه لکو يوانو ته رسېدلی. سږ کال اټکل کېږي چې دغه شمېر به يو مليون پنځه لکو يوانو ته ورسېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای