CRI Online

ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل له جيمي کارتر سره د چين په اړه خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-04-17 16:54:49

د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر د اپريل په پنځلسمه نېټه وويل، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ورځې مخکې په لومړي ځل د چين په اړه ورته زنګ وواهه. د کارتر په وينا، ټرمپ په تليفوني خبرو کې دا اندېښنه څرګنده کړه چې چين به له امريکا څخه پښه واړوي، خو کارتر هغه ته په ځواب کې ويلي چې د دغې شېبې د رارسېدو په اړه کومه اندېښنه نه لري، امريکا (( د نړۍ په تاريخ کې ډېر جنګ غوښتونکی دی))، خو چين هيڅکله د جګړې لپاره بې ځايه پيسې نه دي لګولي، نو (( دوی له زموږ څخه مخکې کيږي )).

په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په شمول ځينو امريکايي سياستوالو پر چين بې بنسټه تورونه لګولي دي، ښاغلي کارتر د امريکا د پخواني ولسمشر په توګه د خپل ماموريت په موده کې د امريکا او چين ترمنځ رسمي اړيکې ټينګې کړې، نوموړي په خپلو خبرو کې د امريکا د يو تجربه لرونکي سياستوال په توګه خپل ستراتيژيکي نظر او د هېواد د ملي ګتو لوړ مسئوليت څرګند کړی دی. هغه امريکايي سياستوال چې په شخصي نيت سره دولتي ګټې په پام کې نه لري، بايد د نوموړي د خبرو پر وړاندې د شرم احساس وکړي، د نوموړي له دغو خبرو څخه دا هم څرګنديږي چې د امريکا پوهه لرونکي شخصيتونه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په چارو کې مهم ځواک دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل له ښاغلي کارتر سره په تلېفوني خبرو کې د چين په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د مناسبې پاليسۍ په جوړونه يې ورسره بحثونه وکړل. د ده اندېښنه د منلو وړ ده. ځکه د چين عمومي اقتصادي اندازه له ۹۰ زره مليارډو يوانو څخه اوښتې ده او په نړۍ کې دوهم مقام نيسي، د امريکا اندېښنه او بدګماني د سختېدو په حال کې ده. د چين په اړه کلک دريځ لرونکی سياسي ځواک د يادو احساساتو په کارولو سره د امريکا په سياسي صحنه کې د خپل مقام پورته والی غواړي. امريکا د دوی تر هڅونې لاندې د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له اصلي هدف څخه منحرف شوې ده.

خو له تېر يو نيم کال څخه څرګنديږي چې د چين پر ضد د امريکا کلک کړه وړه بې ځايه دي، د ښاغلي کارتر هغه خبرداری په حقيقت بدل شوی چې (( که موږ له چين سره ښه ګذاره نه شو کولی، دا به دواړو هېوادونو ته زيانونه ورسوي، نه يوازې چين ته، بلکې امريکا ته به هم اقتصادي زيانونه ورسيږي. ))

امريکا څنګه (( بيا ستر ځواک )) ګرځېدلی شي؟ د ښاغلي کارتر پوخ وړانديز دا دی چې امريکا بايد په جګړو کې زياتې پيسې و نه لګوي، خپل ارزښتي نظر بايد پر نورو تحميل نه کړي.

د نيکمرغه ژوند په اړه د چينايانو د هيلو پوره کول د چين د پرمختګ هدف دی، چين نورو ته چلنج ورکول او يا د نورو ځای نيول نه غواړي. ځکه چې د چيني ملت د کلتور مهم ټکی دا دی چې سوله ډېره مهمه او ارزښتي ناکه ده. چين هيله لري چې له نورو هېوادونو سره ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او ګډې ګټې وساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

د چين او امريکا ترمنځ د سيالۍ شتونوالی عادي دی، خو دغه سيالي بايد په مناسب ډول تر سره شي يعنې د سيالۍ ځواک بايد د خپل ځان له پياوړتيا څخه پيدا شي، نه دا چې پر نورو پښه اړوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای