CRI Online

شي جين پينګ: چين انترنيټي چارو ته ستر پرمختګ ورکولای شي.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-19 14:54:25

۳ کاله دمخه يعنې د ۲۰۱۶ کال د اپريل په ۱۹مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انترنيټي امنيت او معلوماتي کېدو د يوې اړوندې کاري غونډې مشري وکړه او پکې يې يوه مهمه وينا وکړه. هغه د خپلې وينا په ترڅ کې د انترنيټي چاپېريال او مرکزي تخنيکنونو په شمول مهمو مسئلو ته پاملرنه کړې او په چين کې د انترنيټي چارو د ابادۍ او پرمختګ په اړه يې روښانه لوری ټاکلی دی.

په چين کې "انترنيټ +" عملي پلان له پلې کېدو راهيسې معلوماتي اقتصاد د چين د کورني توليد په عمومي ارزښت کې پر له پسې زياتې ونډې درلودلې دي. شي جين پينګ په ډاګه کړې چې په هېواد کې دې د معلوماتو په اړه برخه د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ ته زور ورکړی شي، انترنيټي چارې دې له واقعي اقتصادي چارو سره ګډ پرمختګ وکړي، د معلوماتي جريان په اتکا سره دې ټول هېواد شموله تخنيکونه، سرمايې، بااستعداده کسان او مالونه رامنځته شي چې د اقتصادي پرمختګ د چلندونو په بدلون او د اقتصادي جوړښت په تعديل کې مثبت رول ولوبوي.

تر اوسه پورې په چين کې د انترنيټ کاروونکو شمېر ۸۲۹ مليونو تنو ته رسېدلی دی. زيات شمېر انترنيټ کاروونکي خپل ځان "څاو ګنګ"بولي يعنې د واښه ريښې په شان هېڅ واک نه لرونکي ولسي وګړي. نو دا د چين د نوي نسل واکمنانو پر وړاندې يوه ګرانه پوښتنه ده چې د ولسي وګړيو او حکومت ترمنځ اړيکې څنګه تنظيم کړي. شي جين پينګ په ياده غونډه کې ويلي چې که ولسي وګړي انترنيټ ته لاس رسۍ ولري، نو د چيني خلکو نظريې به پر انترنيټ څرګندې شي. د ده په غوښتنه د بېلا بېلو کچو حکومتي چارواکي دې کله کله انترنيټ وګوري او د انترنيټ کاروونکو پاملرنې ته دې ځوابونه ورکړي. د ده په قول، موږ دې د چين د کمونېست ګوند يا حکومت په مقابل کې د هغو ښه نيت لرونکو انتقادونو چې نرم، يا سرسخت دي، او د خلکو د څارنې هرکلی وکړو، په اړه يې دې جدي څېړنه وکړو او تجربې دې ترې واخلو.

چين اوس په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد دی، خو د مرکزي تخنيکونو په ساحه کې له نړيوالې پرمختللې سويې سره لا هم زيات توپيرونه لري. شي جين پينګ دې ته اشاره کړې: يوه انترنيټي تصدي که هر څومره لويه پيمانه ولري او بازاري ارزښت يې لوړ وي، خو که مرکزي پرزې يې د بهرنيو توليداتو په اتکا وي، نو برابرونکی ځنځير يې د بهرنيانو په لاس کې وي. د چيني تصديو خاوندان، کارپوهان او تخنيکي کارکوونکي دې ژر تر ژره په مرکزي تخنيکونو کې مهم پرمختګونه ومومي.

شي جين پينګ د دې تر څنګ د انترنيټي امنيت پر ساتلو ټينګار وکړ چې چين بايد د معلوماتو په اړه د مهمو بنسټيزو تاسيساتو د خوندي او تامين سيستم ابادۍ ته چټکتيا ورکړي، په دې اړه يې ژورې څېړنې وکړي او ياد بنسټيز تاسيسات دې په ښه شان سره وساتي. هغه په ياده غونډه کې په انترنيټي بازار کې د ناوړه سيالۍ يادونه وکړه او دغه خبره يې تکرار کړه چې موږ دې د مقرارتو په رڼا کې بازاري نظم تنظيم کړو، د انترنيټ په اړه دې قوانين جوړ کړو او له قانون سره سم دې پر انترنيټ څارنې او ادارې وکړو.

چين له ۳ کلونو راهيسې د انترنيټي امنيت او معلوماتي چارو د پرمختګ په موخه د ملي ستراتيژۍ او کړنلارو په شمول مختلف تدبيرونه نيولي دي. د بېلګې په توګه د هېواد د معلوماتي کېدو په اړه د پرمختيايي ستراتيژۍ سند، د هېواد د انترنيټي فضا امنيتي ستراتيژي، د انترنيټي امنيت قانون او داسې نور. چين اوس د انترنيټي چارو په برخه کې پر يو ځواکمن هېواد د بدلېدو په لار کې پر له پسې ټينګ ګامونه پورته کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای