CRI Online

وې فنګ هه د پاکستان د سمندري پوځ له لوی درستيز سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-22 09:53:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير وې فنګ هه د اپريل په ۲۱ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د سمندري پوځ له لوی درستيز ظفر محمود عباسي سره وکتل. ظفر محمود عباسي په چين کې د دغه هېواد د سمندري پوځ د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د يادونې په غونډه کې ګډون کوي.

وې فنګ هه له نومړي سره په خبرو کې وويل چې د چين او پاکستان تر منځ د دفاع او امنيتي همکارۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده، له تېرو څو کلونو راهيسې دواړو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې تګ راتګ او همکارۍ سترې لاسته راوړنې درلودلې. چين غواړي له پاکستاني پوځ سره يو ځای په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ زياتې کړي او د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ اړيکو د پرمختګ په اړه فعال خدمتونه وکړي.

ظفر محمود عباسي وويل چې پاکستان له چين سره تاريخې دوستۍ ته ارزښت ور کوي او د چين له ملاتړ او مرستې څخه مننه کوي. پاکستان غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې تګ راتګ او ستراتيژيکي تبادلې ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د پوځو تر منځ اړيکې دې پر مخ بوزي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای