د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې،د سريلانکا پوليسو د اپريل په ۲۲ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې په ۲۱ مه نېټه په دغه هېواد کې په شويو ۸ بريدونو کې ۲۹۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ زيات نور ټپيان دي. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس او د م م د ۷۳ مې اسامبلې رئيس ايسپينوسا دغه ترهګريز بريدونه په کلکه وغندل.
د سريلانکا د سيلانيز پرمختګ رياست په اعلاميه کې راغلي چې په وژل شويو کې څه باندې ۳۰ بهرنيان دي.
د سريلانکا د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د اپريل له ۲۳ مې نېټې څخه به په ټول هېواد کې په مشروط ډول بېړنی حالت پيل شي او دغه ورځ يې په ټول هېواد کې د ملي ماتم په توګه اعلان کړه.
انټونيو ګوټريس د اپريل په ۲۱ مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياد يولړ ترهګريز بريدونه په کلکه وغندل او هيله يې وښوده چې مجرمين ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |