CRI Online

چين به په ډېرو برخو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره همکارۍ ته ادامه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 12:42:10

د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ دوهم لوړ پوړی فورم به ژر تر سره شي. د اپريل په ۲۲مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ کارونو د پرمخبيولو په هکله د چين د لارښوونکې ډلې دفتر په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يعنې د پرمختګ، خدمتونو او لرليد په هکله راپور خپور کړ چې له مخې يې د ۲۰۱۹ کال د مارچ تر پايه پورې د چين حکومت له ۱۲۵ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو سره ۱۷۳ همکاريز سندونه لاسليک کړي او د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کوونکي هېوادونه له اسيا او اروپا څخه افريقا، لاتينۍ امريکا او جنوبي ارام سمندر سيمې ته پراخ شوي دي.چين به په راتلونکي کې په ځينو چارو کې دوه اړخيز پيوستون د مهم ټکي په توګه وټاکي او د سړکونو، د اورګاډي لارو،د بندرونو، هوايي او کيهاني چارو، د برېښنا توليد او مخابراتو په شمول ډېرو برخو کې به له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ ته ادامه ور کړي.

د ياد راپور له مخې د اړوندو تګلارو په هکله د نظريو تبادلې په برخه کې د چين حکومت له څه باندې يو سل پنځوسو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره څه باندې يو سل اويا همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.د دې ترڅنګ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د لازياتو نړيوالو سازمانونو له خوا منل شوی او د م م ، د شلو هېوادونو د ګروپ او په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د اقتصادي همکارۍ سازمان په شمول نړيوالو سازمانونو په خپلو مهمو سندونو کې د دغه وړانديز محتويات او د دې وړانديز پورې اړونده کليدي مفکوره ليکلې ده.

د چين ياد دفتر د عمومي ډلې مشر شياو وي مينګ وويل، له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چيني تصديو مستقيمې پانګونې له ۹۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې او په اجارې توګه د دغو تصديو له خوا د اخيستل شويو پروژو سوداګريز ارزښت له څلور سوو مليارډو امريکايي ډالرو څخه زيات شوی دی.په عين وخت کې د چين حکومت د توليدي توان په هکله له څه باندې څلوېښتو هېوادونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي او د درېيمې خوا بازار په هکله يې له فرانسې، ايټاليا، هاسپانيا،جاپان او پروتګال سره همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز مهمه برخه ده. د يوې شمېرنې له مخې له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د مالونو سوداګرۍ صادراتي او وارداتي ارزښت له شپږ زره مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی.د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تر همکاريز چوکاټ لاندې د چين حکومت د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په برخه کې د اسيا، افريقا او لاتينۍ امريکا په شمول پراخو سيمو کې له پرتو پرمختيايي هېوادونو څخه زيات ملاتړ کوي.د نړيوال بانک د څېړنې ډلې د سوداګريز موډل د څېړنيز نتيجې له مخې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له امله به په ختيځۍ اسيا او ارام سمندر سيمې کې د پرتو پرمختيايي هېوادونو د کورني توليد عمومی ارزښت په منځني توګه له دوه اعشاريه شپږ څخه تر درې اعشاريه نهه سلنې پورې زيات شي.

په نورو هېوادونو کې د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ سيمې د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اغيزمن ډګر بلل کيږي.د چين د سوداګرۍ وزارت د عمومي چارو څانګې څارونکي سونګ لي هونګ وويل چې اوس په دغو سيمو کې د چين پانګونې نژدې څلوېښت مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلې دي. د چين حکومت به په راتلونکي کې د ازادې سوداګرۍ سيمو د ابادۍ لپاره له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ ته دوام ور کړي. هغه وويل،موږ به له لازياتو اړوندو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ سيمو د ابادۍ په هکله سلا مشورې وکړو او د اوسنيو دغسي سيمو د نوي کېدو لپاره به هڅې وکړو. په بله ژبه د نظام له لحاظه به د سوداګريزو پانګونو خنډونه کم کړو او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې به لوی بازار جوړ کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای