CRI Online

امريکا به ځيني هېوادونه او سيمي د له ايران څخه نفت واردول لپاره له بنديزونو څخه معاف نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 12:52:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپيني ماڼۍ د اپريل په ۲۲ مه نېټه وويل چې د امريکا حکومت به هغه هېوادونه او سيمې له بنديزونه څخه معاف نه کړي چې له ايران څخه نفت واردوي، تر څو په دې وسيله هېڅ هېواد له ايران څخه نفت وارد نه کړي.

سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا حکومت پخوا ځينو هېوادونو د له ايران څخه نفت د واردولو لپاره د بنديز د معافيت وخت د مې په پيل کې اوږد نه کړي. د دغې پرېکړه هدف دا دی چې د نفتو د صفر صادرات له لارې د ايران عمومي مدرک فلج شي. امريکا به د ايران پر اقتصادي وضعيت زيات سخت فشاروونه راوړي تر څو د ايران ګواښ مخنيوی وکړي.

په دې اعلاميې کې همدارنګه راغلي چې امريکا، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او نور ملګري به لازم تدبيرونه ونيسي څو چې په نړيوال بازار کې د نفتو عرضه پوره شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای