CRI Online

شي جين پينګ د ګڼ شمېر هېوادونو د بحري نظامي هئيتونو له مشرانو سره وکتل او يو ځل بيا يې د دفاع په موخه د چين د ملي دفاع پر تګلارې ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 20:25:21

د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اپريل په ۲۳مه نېټه د چين په چينګ داو ښار کې د ګڼ شمېر هېوادونو د بحري نظامي هئيتونو له مشرانو سره وکتل. ياد هئيتونه د چين په بلنه د چين د ولسي ازادۍ بښونکې اردو د بحري پوځ د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د لمانځنې په فعاليت کې ګډون کوي. شي جين پينګ د چين د حکومت او پوځ په استازيتوب د يادو بهرنيو هئيتونو تود هر کلی وکړ. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين د دفاع په موخه د ملي دفاع پر تګلارې ټينګار کوي او د امنيت په اړه د ګډ، جامع، همکاريز او دواملرونکي نظر غوښتنه کوي. مختلف هېوادونه دې خپل جنجالونه او ستونزې د مشورو په اتکا له منځه يوسي، نه په زور سره.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې وويل، چې سمندر د بشري ټولنې د موجوديت او پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. سمندر په نړۍ کې حياتي سرچينه ده. سمندر مختلف هېوادونه او منطقې سره نښلوي او پرمختګ پياوړی کوي.

شي جين پينګ وويل، نن سبا د سمندر په اتکا د بازار، تخنيک، معلوماتو او کولتور په برخو کې نړيوالې همکارۍ د نژدې کېدو په حال کې دي. چين په ۲۱مه پيړۍ کې په سمندر کې د وريښمو لارې د ګډې ابادۍ وړانديز وړاندې کړی و او هيله لري چې د دغه وړانديز په رڼا کې په سمندر کې د مختلفو خواوو پيوستون، تبادلې او مؤثرې همکارۍ ژورې شي، تر څو د ابي رنګ اقتصاد د پرمختګ، د سمندري کولتورونو د تبادلې او له سمندر څخه د ګټه اخيستلو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. د چين پوځ غواړي د بېلا بېلو هېوادونو له بحري پوځونو سره يو ځای د سمندري چارو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره مثبت او فعال خدمتونه وکړي.

د تايلنډ د بحري پوځ قوماندان ډګر جنرال لوچای روديټ د يادو هئيتونو د مشرانو په استازيتوب د چين د ولسي ازادۍ بښونکې اردو د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې په مناسبت مبارکۍ وويله او د بشري ګډ برخليک د ټولنې او په سمندر کې د ګډ برخليک د ټولنې د ابادولو په برخو کې د چيني حکومت، اردو او بحري پوځ له مثبتو او دواملرونکو هڅونو څخه مننه وکړه. هغه باور څرګند کړ چې په سمندر کې د ګډ برخليک ټولنې په اړه مفکوره او وړانديز به د مختلفو هېوادونو د بحري پوځونو ترمنځ د همکارۍ او د سمندر د سولې او سمسورتيا د ساتلو لپاره خوځنده ځواک وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای