د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپرېل ۲۳مه نېټه د سريلانکا په مسلسلو بريدونو کې له وژل شويو کسانو سره د غمرازۍ په موخه په دغه هېواد کې د ماتم ورځ اعلان شوې وه. د سريلانکا په حکومتي ادارو او يو شمېر شخصي سازمانونو کې په همدې ورځ د دې هېواد ملي بيرغ نيمه ځوړند و. په همدې ورځ په دې هېواد کې اضطراري حالت اعلام شوي وو.
خبريال په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه کلمبو کې دا وکتل چې د ولسمشرۍ او صدراعظمۍ ماڼيو او په نورو مرکزي او ځايي حکومتی ارګانونو، شانګريلا لوي هوټل او نورو يو شمېر شرکتونو کې د دې هېواد ملي بيرغ نيمه ځوړند و.
په سريلانکا کې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه پر ۴ هوټلونو، ۳ کليساوو او يوه هستوګنځي ۸ مسلسل بريدونه وشول چې له امله يې تر دې دمه د وژل شويو کسانو شمېره ۳۲۰ تنو ته رسېدلی او ۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي. شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |