د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر عالي رتبه سلاکار جاريد کوشنير د اپريل په ۲۳مه نېټه وويل، امريکايي حکومت به د جون په پيل کې، يعنې له روژې وروسته په رسمي ډول د منځني ختيځ د سولې پلان صادر کړي.
کوشنير په همدې ورځ په نيويارک کې يو فعاليت کې وويل، ياد پلان د تېر کال په پای کې چمتو شوی و، خو د اسرائيلو د عمومي ټاکنو له امله په وخت نه و صادر شوی. په ياد پلان کې د منځني ختيځ د سولې لپاره هراړخيزه هيله وړاندې شوې او له فلسطين او اسرائيلو څخه د سولې او خبرو غوښتنه ليکل شوې ده. خو نوموړي په دې اړه ځواب ور نه کړ چې په ياد پلان کې به ( دوه هېوادونه ) پلان پلی شي که نه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |