CRI Online

د فلسطين صدراعظم يو ځل بيا د امريکا له پېړۍ ييزې موافقې سره مخالفت څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 09:47:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين صدراعظم محمد شتيه د اپرېل په ۲۳مه نېټه يو ځل بيا د دغه هېواد او اسرائيلو تر منځ د شخړو د حل و فصل په باب د امريکا له پېړۍ ييزې موافقې سره مخالفت څرګند کړ.

هغه په همدې ورځ د اردن سيند په لوېديځه غاړه رام الله ښار کې د امريکا د سنا مجلس له غړي رون ويډن سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، امريکا بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه وپېژنده، په اسرائيلو کې يې خپل لوی سفارت له تل اديف څخه بيت المقدس ته انتقال کړ او له فلسطين سره يې خپلې مرستې بندې کړې، فلسطين ته د امريکا يادې کړنې د منلو نه دي.

هغه وويل، د فلسطين او امريکا تر منځ اړيکې او د فلسطين او اسرائيلو تر منځ سوله ييز بهير دې بيا ورغول. د فلسطين او اسرائيلو سوله ييز بهير له ډېرو ستونزو څخه تېر شوی دی. د امريکا حکومت لخوا پر فلسطين فشار اچول سمه لار نه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای