د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۳مه نېټه په چينګداو ښار کې د چين د سمندري پوځ د جوړېدو د ۷۰مې کاليزې د نمانځنې په پار په سمندري پوځي رسم ګذشت کې ګډون وکړ.
دغه پوځي رسم ګذشت کابو يو ساعت دوام درلود او د ۶۱ هېوادونو د پلاويو مشران د شي نينګ جيان په نوم پوځي بېړۍ کې راټول شوي وو او دغه پوځي بېړۍ د دې رسم ګذشت د کتلو ځای بلل کېده. د چين د سمندري پوځ ۳۲ پوځي بېړيو په ټاکل شوي شکل رسم ګذشت ترسره کړ او د ۱۳ هېوادونو ۱۸ پوځي بېړيو هم په دغه رسم ګذشت کې برخه درلوده. د روسيې، تايلنډ، ويتنام، هند، جاپان، فليپين، بنګله دېش، بروني، د کوريا جمهوريت، سينګاپور، استراليا، ماليزيا او ميانمر پوځي بېړۍ د جنګي بېړيو او مرسته برابرونکو بېړيو د نوبت او ظرفيت سره سم په وار سره د شي نينګ جيان په نوم له پوځي بېړۍ څخه تېرې شوې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |