د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ دوهم سرمشريز فورم به د اپريل له ۲۴ مې نېټې څخه تر ۲۷ مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شي. د دغه فورم مطبوعاتي مرکز د اپريل په ۲۳ مه نېټه په رسمي توګه فعال شو. دغه مرکز د عامو خدمتونو، د رسنيو عام ځای،ځانګړی دفتر او د خبرونو او رپوټونو د خپرولو ځای په ګډون پر اتو سيمو ويشل کېږي او پکې د راډيويي سيګنال خپروونکې دستګاه او نور اړين دفتري تاًسيسات او پر 6G انټرنيټ باندې سمبال شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |