CRI Online

د چين سمندري پوځ به د سمندر په اړه د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 11:51:59

د اپريل ۲۳مه نېټه د چين د سمندري پوځ د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابره وه. د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ په چينګ داو ښار کې د چين د سمندري پوځ د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په اړوندو فعاليتونو کې د ګډون کوونکو بهرنيو پوځي پلاويو له مشرانو سره وکتل او د چين د سمندري پوځي بېړيو او کښټيو ډلې ، هوايي ډلې او د بهرنيو بېړيو ډلو درناوي  يې ومانه او سمندري پوځي رسم ګذشت يې له نژدې وليده. د دې ترڅنګ هغه په لومړي ځل د سمندري ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ وړانديز وکړ او له دې لارې يې د چين د سمندري پوځ د پرمختګ او د سمندري تګ راتګ او په بېلا بېلو ساحو کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لوری په ګوته کړ.

د چين سمندري پوځ په چينګ داو او شاوخوا سمندري سيمو کې سمندري پوځي رسم ګذشت تر سره کړ چې د لياو نينګ جيان په نوم د چين د لومړۍ الوتکه وړونکې بېړۍ،د نوي ډول اوبتلونو، جنګي بېړيو او الوتکو په شمول ۳۲ بېړۍ او ۳۹ جنګي الوتکو پکې ګډون کړی و.ځينو بېړيو په لومړي ځل په دې پوځي رسم ګذشت کې برخه اخيستې وه چې ځينې يې د پاملرنې وړ دي.د بېلګې په توګه د نان چانګ په نوم د توغندي ضد بېړۍ په څو هدفونو کې د دقيق بريد وړتيا لري او د سمندري پوځي ډلو لپاره د توغندي ضد دفاعي رول لوبولی شي. د چانګ جنګ لس نمبر په نوم ستراتيژيکي توغندي وړونکی ذروي اوبتل په چين کې داسې اوبتل دی چې د اوبو خارجېدو اندازه يې د نورو چيني اوبتلونو په پرتله زياته ده،او د جنګي ګواښ او ځوابي بريد په برخه کې يوه مهمه وسله هم ده. سربېره پردې د چين سمندري پوځ د لياو نينګ جيان په نوم الوتکه وړونکې بېړۍ له لارې نړيوالو ته د دغه پوځ د پرمختيايي مفکورې د بدلولو نيت څرګند کړ. له اويا کلن پرمختګ وروسته د چين سمندري پوځ داسې سمندري ځواک ګرځېدلی چې نه يوازې ذروي او عامه وسلې بلکې په معلوماتي شرايطو کې پر نورو هېوادونو د ګواښ او بريد توان هم لري او څو ډوله پوځي دندې تر سره کولی شي. له دغه پوځي رسم ګذشت څخه د چين د سمندري پوځ د عصري کېدو د ابادۍ لاسته راوړنې ، ورخلاصون او ځاني باور ښکاريږي.

په چينګ داو کې سمندري پوځي رسم ګذشت د چين په پوځي ديپلوماتيکو چارو کې يوه درنه غونډه وه. د روسيې، تايلنډ، ويتنام او هند په شمول د څه باندې لسو هېوادونو شاوخوا شل بېړيو پکې ګډون کړی و. د بېلګې په توګه د جاپان سمندري دفاعي ډلې د سوزوتسوکي په نوم مخربې بېړۍ هم په دې رسم ګذشت کې برخه اخيستې وه.د جاپان د کيودو نيوز اژانس خبر ور کړی چې د جاپان د دغې کړنې موخه په دفاعي چارو کې د نظريو تبادلې د پرمخبيولو له لارې د باوري اړيکو ټينګول دي.روسيې په دغه رسم ګذشت کې د ګډون لپاره د ادميرال ګورشکوف نمبر په نوم د بدرګې بېړۍ په شمول څلور بېړۍ ليږلې وې. په دغه رسم ګذشت کې د دغو سمندري قواوو له ګډون څخه څرګنديږي چې دوی د سولې ساتلو او د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره ټينګه اراده لري.

له اوياوو کلونو راهيسې د چين سمندري پوځ په فعاله توګه نړيوالې دندې تر سره کړي ، نړيوال مسئوليت يې پر غاړه اخيستې او د نړيوالو لپاره يې د سمندري امنيت د تضمين، د سمندري نظام د ساتلو او په سمندري سيمو کې د طبي مرستو لپاره يې خپل خدمتونه کړي دي.

اوس د چين سمندري پرمختګ پر وړاندې نه يوازې رنګارنګ ننګونې بلکې ستر فرصتونه موجود دي.په تېره بيا په ۲۱مه پېړۍ کې د ورېښمو د سمندرې لارې وړانديز د وړاندې کولو له امله د چين د شين اقتصادي پرمختګ او د سمندري کلتورونو د پيوستون د پرمخبيولو لپاره نوی ډګر برابر شوی دی.رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې د چين سمندري پوځ په راتلونکي کې د نورو هېوادونو له سمندري پوځونو سره د سمندري سولې د ساتلو، د سمندري پرمختګ او سمسورتيا د پرمخبيولو او د سمندري ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای