CRI Online

شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې په اړه د فکري سازمانونو تر منځ د نړيوالې همکارۍ کمېټې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 15:34:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اړه د فکري سازمانونو تر منځ د نړيوالې همکارۍ کمېټې د جوړېدو غونډه د اپريل په ۲۴ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي تاريخي پرمختګ، کلتوري ابادي او بشري ترقي پرته له مخکښو افکارو نه شي تر سره کېدای. د يو کمربند او يوې لارې وړاندېز د چين له خوا وړاندې شوی، خو ګټې يې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره تړاو لري. يو کمربند او يوه لاره د نړيوالې همکارۍ په يو زغم لرونکی ډګر او د نړۍ هرکلی وړ عامه توليدات ګرځېدلي. فکري سازمانونو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ يو مهم ځواک دی. د فکري تانکونو تر منځ تګ راتګ او همکارۍ به د متقابل اعتماد ژورتيا او د ګډو نظريو په راټولولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به لوړې سويې ته ورسوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای