CRI Online

امريکا بايد په ((يو کمربند او يوه لاره)) کې د برخې اخيستنې ښه فرصت بايد له لاسه ورنه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 15:58:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په امريکا کې د چين سفير څوی تيان کای د اپريل په ۲۳مه نېټه وويل، امريکا د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په پلان کې تر اوسه برخه نه ده اخيستې، له دې امله نه يوازې امريکا د پرمختګ ډېر ګټور فرصت له لاسه ورکړی، بلکې دا د نړيوال پرمختګ چارو لپاره هم ګټوره نه ده چې پکې به د امريکايانو له پوهنې، تجربو او هڅو څخه ګټې وا نه خيستل شي.

په همدې ورځ د امريکا د Fortune په مجله کې د سفير څوی تيان کای يوه مقاله خپره کړه چې پکې راغلي، نن ورځ (( يو کمربند او يوه لاره)) د ډېرې لويې پيمانې د همکارۍ ډګر او د پرمختګ هڅوونکی قوت ګرځېدلی دی. په تېرو پنځو کلونو کې دغه وړانديز د دې کمربند او د ورېښمو د سمندري لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته خپل ارزښت په اثبات رسولی دی.

څوی تيان کای وويل، د ((يو کمربند او يوه لاره )) وړانديز د امريکايي شرکتونو لپاره ډېر زيات فرصتونه برابروي. د امريکا د هونيويل انټرنيشنل، د جنرال ايليکتريک او د کتيرپيلر شرکتونو او سيتبانک په دغه وړانديز کې ګډون کړی. چين د نورو امريکايي شرکتونو هرکلی کوي چې په دې وړانديز کې برخه من شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای