CRI Online

په چين کې هره مياشت د ګرځنده انټرنيټ د فعالو کاروونکو شمېر 1.138 مليارډو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 15:59:21

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د ګرځېده انټرنيټ لوی ډيجټلي شرکت QuestMobile د اپريل په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۱۹ کال د پسرلۍ لپاره د چين د ګرځنده انټرنيټ راپور خپور کړ چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ ربعه کې هره مياشت د ګرځنده انټرنيټ د فعالو کاروونکو شمېر 1.138 مليارډو ته رسېدلی دی.

په دې راپور کې راغلي، په چين کې د انټرنيټ اقتصاد د پرمختګ سرعت د کورني توليد عمومي ارزښت (GDP)د زياتوالي سرعت په نسبت ګړندی دی. د يوې شمېرنې له مخې،که څه هم په تېرو شپږو کلونو کې د انټرنيټ اقتصاد د پرمختګ سرعت لږ ورو شوی، خو تېر کال د پرمختګ سرعت يې له شل سلنې اوښتی و او همدغه کال د چين د GDP زياتوالی يوازې شپږ اعشاريه شپږ سلنه و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای