د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اپريل په ۲۳مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په دوهم سرمشريز فورم کې د ګډون لپاره چين ته تر خوځېدو مخکې په نيويارک کې د م م په مقر کې وويل، د ((يو کمربند او يوې لارې )) وړانديز چې د چين لخوا وړاندې شوی، په اغېزمنه توګه يې د نړۍ دوامدار پرمختګ او د بېلا بېلو هېوادونو ګډه سمسورتيا او پرمختيا هڅولې ده. د ياد سرمشريز فورم په جوړېدو سره به د ((يو کمربند او يوه لاره)) وړانديز نړيواله اغېزه لا پراخه شي.
سرمنشي انټونيو ګوټريس په همدې ورځ له خبريالانو سره د خبرو په وخت کې يو ځل بيا چين وستايه او زياته يې کړه چې په م م کې يې څواړخيز نظام هڅولی، د سوله ساتنې او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په شمول څو برخو کې يې له م م سره پراخه او ژوره همکارۍ کړې او کوي يې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |