د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تاس خبري اژانس د اپريل په ۲۳مه نېټه د روسيې د ولسمشر د سلاکار يوري وشکوف په قول خبر ورکړی چې ولسمشر ولادمير پوتين او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند مشر او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون به د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه د روسيې په ولاديوستوک ښار کې سره کتنه وکړي.
روسيې ته د کيم جونګ اون دغه سفر به د دولتي شورا د مشر په توګه د بيا ټاکل کېدو وروسته د ده لومړی سفر وي او هم به له ۲۰۱۱ کال راهيسې د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ کتنه وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |