CRI Online

د ايران پارلمان په رسمي ډول د امريکا مرکزي قومانداني او لاس لاندې پوځ د ترهګريزو سازمانونو په لېست کې شامل کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 16:27:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري ټلوېزيون د اپريل په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ، چې د ايران پارلمان په همدې ورځ دا پرېکړه تصويب کړه چې په رسمي ډول د امريکا مرکزي قومانداني او لاس لاندې پوځ د ترهګريزو سازمانونو په لېست کې شامل کړي.

د يادې پرېکړې له مخې، داسې کړنې، چې د امريکا مرکزي قومانداني او لاس لاندې پوځ ته پوځي، استخباراتي، مالي، تعليمي، انتظامي او لوژيستيکي کومکونه ورکوي څو د ايران د اسلامي انقلابي پوځ او د ايران پر ضد مقابله وکړي، به له ترهګرۍ څخه په ملاتړ کوونکو کړنو وپېژندل شي.

په همدې ورځ د ايران د نفتو وزير بيجان زنګينه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا په بد نيت سره د ايران د نفتو صادرات کنټرولوي کوي او غواړي د نفت پر تجارت تر سياسي اغېزو لاندې راولي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای