CRI Online

شي جين پينګ د پيسو نړيوال صندوق له مشرې کريستين لاګارډ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 16:28:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې د پيسو نړيوال صندوق له مشرې کريستين لاګارډ سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، چين له دې امله د آغلې لاګارډ ستاينه کوي چې د پيسو نړيوال صندوق او چين ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د هڅونې لپاره يې خدمتونه کړي دي. چين د پيسو له نړيوال صندوق سره ښو اړيکو ته ارزښت ورکوي او هيله لري چې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي. زياتو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی او کوي يې، دا ښيي چې يو کمربند او يوه لار د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ له اړتياوو او د خلکو له ارادې سره سمون لري. هرکلی کوو چې د پيسو د نړيوال صندوق په شمول نړيوال سازمانونه د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې فعال ګډون وکړي او هيله لرو چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره لا ښه توليدات برابر کړي.

لاګارډ وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد په نړيوالو چارو کې د چين د لارښوونکي قوت مهمه څرګندونه ده. نوموړې له څو اړخيزم څخه د ملاتړ په برخه کې د چين د مشرتابه رول ستاينه وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای