CRI Online

يو کمربند او يوه لاره د مختلفو هېوادونو ترمنځ واټن کموي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 18:34:26

د ګڼ شمېر هېوادونو مشران د اپريل په ۲۴مه نېټه په وار سره د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم لوړ پوړي فورم کې د ګډون په هکله چين ته ورسېدل. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ولسي تالار کې د مختلفو هېوادونو له مشرانو سره په کتنو بوخت دی.

د چين او لاتينې امريکا ترمنځ په اړيکو کې د چين او چيلي ترمنځ اړيکې د ليدو وړ دي چې په کليدي وخت کې تل ځلېږي. شي جين پينګ په همدې ورځ د چيلي له ولسمشر سيباسټيان پينرا سره کتنه وکړه. هغه په دغه کتنه کې تائيده کړه، چې چيلي په لاتينې امريکا کې لومړنی هېواد دی چې له چين سره يې تر نورو مخکې رسمي اړيکې ټينګې کړې، د هراړخيز بازاري اقتصاد په اړه يې د چين مقام منلی او له چين سره يې د دوه اړخيزې ازادې سوداګرۍ تړون لاسليک کړی و.

ښاغلي پينرا په همدې کتنې کې وويل، د رئيس شي لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د ورېښمو د لرغونې لارې ځلاند تاريخ بيا سمسوروي او په نوې زمانه کې د نړيوالو تمدنونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کوي. چيلي د يو کمربند او يوې لارې له ګډې ابادۍ څخه ملاتړ کوي او د مختلفو سيمو د پيوستون او تګ راتګ لپاره به هڅې وکړي.

شي جين پينګ په همدې ورځ څرګنده کړه چې په ياد فورم کې به د مختلفو هېوادونو مشران د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په اصولو سره د مختلفو هېوادونو د پرمختيايي کړنلارو د نښلولو، د بېلا بېلو هېوادونو د اساسي تاسيساتو ترمنځ د پيوستون او دواملرونکي پرمختګ په شمول د ګډو علاقو وړ مسئلو په اړه بحثونه وکړي او په دې توګه به د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د اقتصاد د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای