CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د فکري وړتيا ارګانونو د نړيوالې همکارۍ کمېټه په بېجينګ کې په رسمي توګه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-24 19:58:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د فکري وړتيا ارګانونو د نړيوالې همکارۍ کمېټه د اپريل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې جوړه شوه چې د سينهوا اژانس په شمول د فکري وړتيا ۱۵ چيني او بهرني ارګانونه د دغې کميټې اساسي جوړونکي دي. دا د چين د دولت رئيس شي جين پينګ هغې غوښتنې ته ځواب دی چې د فکري وړتيا ارګانونو رول دې پياوړی شي او د يادو ارګانونو ګډه ټولنه او همکاريزه شبکه دې اباده شي. د دې ترڅنګ، دا د چيني او بهرنيو کارپوهانو ترمنځ د همکاريزې صحنې د جوړولو او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د علمي تبادلې نظام د پلي کولو لپاره فعال عمل دی. د ۵۹ هېوادونو او ۲ نړيوالو سازمانونو د فکري وړتيا د کابو ۱۳۰ ارګانونو څه باندې ۲۰۰ کارپوهانو د دغې ټولنې د جوړولو په غونډه کې ګډون درلود.

همدارنګه، په دغه غونډه کې د يادې ټولنې رسمي ويبپاڼه(www.brsn.Net)هم په رسمي توګه انټرنيټ ته پورته شوه. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای