CRI Online

علی خامينه يي : ايران به د امريکا بنديزونو ته ځواب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 09:50:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران رهبر ايت الله علي خامنه يي د اپرېل په ۲۴مه نېټه د ايران نفتو پر صادراتو د امريکا هر اړخيزې بنديز لګونې د هڅونې په باب وينا وکړه او و يې ويل، ايران به دامريکا بنديزونو ته به ځواب ورکړي. خبري اژانس خبر ورکړ چې د دې هېواد مدهبي مشر خامنه يي وويل، ايران به حتما د امريکا دښمنانه اقداماتو ځواب ورکړي. ايرانيان به د دښمانانو د اقداماتو پر وړاندې تدبيرونه ونيسي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې که څه هم امريکا غواړي د ايران نفتو د صادراتو لار پرې کړي، خو که ايرانيان يو لاس شي او په ګډه کار وکړي، حکومت هم مثبت تدبيرونه ونيسي، د امريکا بد نيت به خامخا ناکام شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای