CRI Online

وانګ يي له بهرنيو مېلمنو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 10:36:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه د تايلند د بهرنيو چارو له وزير دون پرامودوينای، د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ريتنو مارسودي، د بروني د بهرنيو چارو وزارت مرستيال داتو سيري پادوکا هجي اريوان، د بوليوی د بهرنيو چارو وزير پاري، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د سلواکيا د بهرنيو چارو وزير ميروسلاف لاچاک سره وکتل.

له قريشي سره په ليدنه کې نوموړي وويل، پاکستان د چين يوازينی داسې ملګری دی چې د هرې هوا ستراتيژيک همکاريزه ملګرتيا ورسره لري. چين د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د حکومت او خلکو د ډېرو هڅو ستاينه کوي او پر دغو هڅو له تورونو سره مخالف دی.چين غواړي له پاکستان سره همکارۍ او همغږۍ لا ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو ګډه ګټه وساتي.

قريشي وويل، د پاکستان او چين ترمنځ د لوړې کچې تګ راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټينګه کړې ده. پاکستان د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره د چين د رغنده رول ستاينه کوي او له چين سره خپلو ټينګو همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای