د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سريلانکا پوليسو د اپريل په ۲۴مه نېټه وويل چې د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د مسلسلو چاودنو له امله درې سوه نهه پنځوس تنه وژل شوي او څه باندې پنځه سوه تنه نور ټپيان دي.
د دې هېواد د پوليسو وياند د سينهوا اژانس خبريال ته وويل چې نور اتلس تنه شکمن کسان د اپريل په ۲۴مه نېټه نيول شوي چې تر اوسه د پوليسو له خوا د نيول شويو شکمنو کسانو شمېر اته پنځوس تنو ته رسيدلی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |