CRI Online

شاوخوا نهه سوه تنه استازي به د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ د دوهم لوړ پوړي فورم د صنعتګرو په غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 10:49:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ دوهم لوړ پوړی فورم د اپريل په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل کيږي او د دغه فورم د صنعتګرو غونډه به په لومړي ځل تر سره شي.د چين د سوداګرۍ د پرمخبيولو ټولنې مرستيال چن جو د اپريل په ۲۴مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې په نوم د صنعتګرو غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دغې غونډې پيمانه به لويه او کچه به يې لوړه وي، نو شاوخوا نهه سوه اړوند استازي يې راجلبوي.

د ده د معلوماتو له مخې دغه غونډه د عمومي ناستې،د اړوندو تړونونو د لاسليکولو، د چيني او بهرنيو تصديو ترمنځ د سوداګريزو همکاريزو خبرو اترو او د پای مراسمو په شمول پر څلورو برخو ويشل کيږي.

هغه زياته کړه چې په دغه غونډه کې به د ګډون کوونکو تصديو استازو شمېر ډېر وي چې په دې جمله کې د بهرنيو تصديو استازي له اته اتياوو هېوادونو او سيمو څخه راغلي دي. د دې ترڅنګ د نړۍ له پنځه سوو مشهورو تصديو څخه ۹۰ تصدۍ، د چين سل مرکزي دولتي تصدۍ او څه باندې دوه سوه شخصي تصدۍ به په دې غونډه کې برخه واخلي چې له انرژۍ، پولي چارو، کرنې، بنسټيزو تأسيساتو او د نړيوالې الکترونيکې سوداګرۍ سره تړاو لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای