د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په تهران کې د امام خميني د لوی جومات په انګړ کې د تهران کتاب د ۳۲م نړيوال نندارتون وياړي د عمده ميلمه په توګه د چين غرفې پرانيستلو مراسم تر سره شول. د ايران د ارشادا او فرهنګ وزير عباس صالحي، د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر مرستيال رئيس ګوه وې مين او په ايران کې د چين لوی سفير پانګ سن په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې ګوه وې مين وويل، په دې نندارتون کې د وياړي مېلمه په توګه د چين فعاليتونه د چين او ايران تر منځ د کولتوري اړيکو د تبادلې لپاره ډېر مهم دي. د چين په دې نندارتون کې ۱۵۰۰۰ کتابونه وړاندې کړل. برسيره پر دې به د چينايانو د کيسو او انځورونوپه باب فرعي نندارتونونه هم تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |