CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په هکله د رئيس شي جين پينګ د نظرونو په نوم د کتاب د انګليسي او فرانسوي بڼود خپرېدو مراسم په بېجينګ کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 11:58:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په کوربتوب د چين د نړيوالې چاپونې ادارې په ترتيباتو سره د يو کمربند او يوې لارې په هکله د چين د رئيس شي جين پينګ د نظرونو په نوم کتاب د انګليسي او فرانسوي بڼو د خپرېدو مراسم د اپريل په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شول. د چين او بهرنيو هېوادونو د اډيالوژيکې او تيوريکې ټولنې او د ژبو د ژباړلو او چاپولو په اړه څه باندې دوو سوو استازو په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

د ياد کتاب چيني بڼه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د ګوندي تاريخ او سندونو د څېړنيز انسټټيوټ او د چين د يادې مرکزي کميټې د اسنادو د مطبعې له خوا چاپ شو چې پکې د ۲۰۱۳ کال له سپتمبر څخه د ۲۰۱۸ کال تر جولای پورې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ۴۲ مهمې مقالې راغونډې شوې او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د لارښوونکو اصولو،غني محتوياتو او موخې په هکله نظرونه څرګند شوي دي. د چين د بهرنيو ژبو د چاپونې ادارې او د بهرنيو ژبو مطبعې له خوا د د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په بهير کې د نړيوالې ټولنې د ګډون او پر دغه وړانديز د دوی د ښه پوهېدو لپاره په انګليسي او فرانسوي ژبو ژباړلی و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای