CRI Online

د شيا من ښار په سه مينګ سيمه کې د زړو کسانو د پالنې ودانۍ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 16:21:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د زړو کسانو شمېر د ګړندي زياتېدو له امله د زړو کسانو د پالنې اړوندو خدمتونو په اړه د خلکو غوښتنې هم لوړې شوې دي. د زړو کسانو د پالنې او احترام سيستم جوړول د چين د حکومت لپاره يو لازم کار دی.

د شيا من ښار په سه مينګ سيمه کې د زړو کسانو د پالنې ودانۍ د تېر کال په اکتوبر مياشت کې پرانيستل شوه او دغه ودانۍ په فو جيان ولايت کې د زړو کسانو د پالنې او خدمتونو لومړنی عمومي ودانۍ ده. د مالوماتو له مخې، دغه ودانۍ هره ورځ ۱۶۸ زاړه کسان مني او د نوي زړو کسانو لپاره د ډوډۍ خدمتونه وړاندې کوي. په دې ودانۍ کې د زړو کسانو لپاره ۱۵ ځانګړي درسونه شتون لري او کله کله ځانګړي کلتوري فعاليتونه هم ترسره کېږي. ډېر هغه زاړه کسان چې دغې ودانۍ ته نږدې اوسېږي، په دې ودانۍ کې د طبي درملنې او کلتوري درس د زده کړې په شمول له وړيا خدمتونو څخه ګټه اخيستلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای