CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم سلامشورتي کمېټې د يو کمربند او يوې لارې د پاليسۍ په اړه سلامشورتي راپور خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 15:10:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم سلامشورتي کمېټې د دوهم سرمشريز فورم مقدماتي کمېټې ته د يو کمربند او يوې لارې او سرمشريز فورم په اړه د څېړنيزو نتيجو او وړانديزونو راپور وړاندې کړ. دغه راپور په ۲۴مه نېټه د يو کمربند او يوې لارې په رسمي ويبسايټ کې او د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم په رسمي ويبسايټ کې خپور شوی دی.

په ياد راپور کې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د رتګ راتګ او د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره د يو کمربند او يوې لارې همکاريو د فعال رول په اړه تحليل شوی دی. په راپور کې د يو کمربند او يوې لارې د همکاريو د مهمو برخو او د پرمختګ د راتلونکې تمايل په باب هم بحث شوی دی. له څو اړخيزتوب څخه د ملاتړ کولو، د خلاص نړيوال اقتصاد ابادۍ، کاري همکاريو ته د وده ورکولو، د يو کمربند او يوې لارې د نښې د جوړولو او د سرمشريز فورم د ميکانيزم د جوړولو په اړه د پاليسۍ په کچه وړانديزونه هم وړاندې شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای