CRI Online

د چين استازي له بېلابېلو هېوادونو څخه د څواړخيزتوب د ساتنې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 15:37:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوی موقتي شارژدافير وو های تاو د اپريل په ۲۴مه نېټه د م م د عمومي اسامبلې د څواړخيزتوب او سوله ييزې ډيپلوماسۍ د يادونې او پرمختګ د نړيوالې ورځې په مناسبت د لوړې کچې په غونډه کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د څواړخيزتوب د ساتنې غوښتنه وکړه.

وو های تاو وويل، نننۍ نړۍ له زياتو بدلونونو سره مخامخ او بشر هم له ډېرو ګډو ستونزو سره مخامخ دی. په عين وخت کې د سوداګرۍ ساتنې او يواړخيزتوب خپل سر پورته کړ چې له امله يې د نړۍ اداري سيستم او څواړخيزتوب ته تاوان اوښتی. په داسې حالت کې نړۍ څواړخيزتوب ته سخته اړتيا لري. بېلابېل هېوادونه بايد په ګډه سره د م م منشور اصول وساتي، د سلامشورې د روحيې له مخې، د مقرراتو مراعات وکړي او په ګډه سره مسئله حل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای