CRI Online

د اسيايي مدنيتونو د ډيالوګ غونډې په هکله رسمي ويبپاڼه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 16:03:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسيايي مدنيتونو د ډيالوګ غونډې د تشکيلاتي کميټې په کوربتوب د چين د سينهوا اژانس په ترتيباتو سره د دغه ډيالوګ په هکله رسمي ويبپاڼه يعنې (http://www.2019cdac.Com)د اپريل په ۲۵مه نېټه په رسمي توګه پرانيستل شوه چې پکې چيني او انګليسي ژبې کارول کېږي او د غونډې د تفصيلاتو، معلوماتو،د مطبوعاتي مرکز، د مېلمنو او خبري رسنيو د ثبتولو، د مدنيتونو پورې د اړوندو معلوماتو په شمول پر ځينو برخو ويشل کېږي.

دغه غونډه به په مې مياشت په بېجينګ کې تر سره شي چې عمده مضمون يې د اسيايي مدنيتونو ترمنځ تبادلې،يو له بل څخه د مدنيت زده کول او د اسيايي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنه ده او موخه يې د اسيااو په نړۍ کې د نورو هېوادونو د مدنيتونو خپرول،يو له بل څخه د مدنيت د زده کولو او د بېلا بېلو مدنيتونو د ګډ پرمختګ لپاره د ډګر جوړول، د اسيايي کلتور د ځاني باور پياوړتيا،د اسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور لاټينګښت،د اسيا د پرمختګ په هکله د ګډو نظريو تر لاسه کول،په اسيا کې د نوښت د نوي خوځنده ځواک پارول او د اسيايي هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له ابادۍ څخه معنوی ملاتړ کول دي.

په همدې ورځ د دې غونډې نښه هم په رسمي توګه خپره شوه چې پر دوو برخو ويشل کيږي.د دغې نښې شکل د( مو دان) په نوم د يوه چيني ګل غوندې دی او په اسيا کې د بېلا بېلو مدنيتونو ترمنځ د تبادلې او ډيالوګ او د اسيايي هېوادونو د ګډ برخليک د ابادۍ سمبول دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای