د سينهوا اژانس د خبر له مخې د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ د دوهم لوړ پوړي فورم د اړوندو تګلارو د تبادلې په اړه فرعي غونډه کې څه باندې شپېته مهمې لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي، د بېلګې په توګه د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په هکله وړانديز يعنې د پرمختګ، خدمتونو او لرليد په نوم د راپور د اوو بهرنيو ژبو بڼې خپرې شوې، د يو کمربند او يوې لارې، د توليدي توان په برخه کې د دوه اړخيزې همکارۍ او د درېمې خوا په بازار کې د دوه اړخيزې همکارۍ په هکله سندونه د چين او ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له خوا لاسليک شوي او ځينۍ همکاريزې پروژې هم هڅول شوې دي.
ياده غونډه د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې له خوا جوړ شوې چې عمده موضوع يې د همکارۍ د پياوړتيا او د ګډو نظريو د تر لاسه کولو له لارې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چارو کې د باکيفيته پرمختګ موندل دي،د شاوخوا پنځوسو هېوادونو او شلو نړيوالو سازمانونو څه باندې ۳۰۰ تنو چيني او بهرنيو مېلمنو په دې غونډه کې ګډون کړی و.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |