CRI Online

په نورو هېوادونو کې ميشتو چينايانو د سمندر په اړه د ګډ برخليک د ټولنې په هکله د رئيس شي جين پينګ د مهمې مفکورې ستاينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 16:15:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس او مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۳مه نېټه په چينګ داو ښار کې د چين د سمندري پوځ د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د ځينو هېوادونو په سمندري پوځي فعاليتونو کې د ګډون کوونکو بهرنيو پلاويو له مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې د سمندر په اړه د ګډ برخليک د ټولنې د جوړېدو په هکله مهمه مفکوره طرح کړه. په نورو هېوادونو کې د ميشتو چينايانو په اند د سمندر په اړه د ګډ برخليک د ټولنې ابادي د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ يوه مهمه برخه ده. د سمندر په اړه د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې په وړاندې کېدو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره لا غني کيږي او د نړيوالې سمندري ادارې د بشپړتيا په اړه د چينايانو د پوهې د زياتېدو ښوونه کوي.

د المان د اروپا ټايمز د مسئول مدير فن شون وويل چې په نړيواله کې د سمندر اداره کولو په اړه د برخليک ګډې ټولنې د جوړېدو وړانديز د شي جين پينګ له خوا د سمندر مهمه مفکوره ده.له دې څخه نه يوازې په ټينګه د سولې او پرمختګ په لور د چين د روانېدو دريځ بلکې له نورو هېوادونو سره د سمندري سولې او ارامتيا د ساتلو لپاره د چين مسئوليت هم څرګنديږي. نوموړي باور څرګند کړ چې ټول سوله ييز ځواکونه به د دې مفکورې هوکړه وکړي.

د ايټاليا د نړۍ او چين په نوم د مجلې مشر هو لان بو وويل چې سمندر د انساني ټولنې د موجوديت او پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري. د سمندري سيمو او ځمکې ساتنه د بېلا بېلو هېوادونو ګډه دنده ده. د سمندر په اړه د ګډ برخليک ټولنه د انسانانو د ګډ برخليک د مهمې مفکورې يوه مهمه برخه ده او د نړيوالې ادارې د بشپړتيا لپاره د چين مهمه هوښيارۍ هم ده چې نړۍ به ترې ګټې واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای