CRI Online

تبصره: د يو کمربند او يوې لارې ابادي د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ په حال کې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-04-25 18:23:04

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو درې ورځنی دوهم لوړ پوړی فورم د اپريل په ۲۵ مه نېټه شروع شوی او د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او ۹۰ نړيوالو سازمانونو کابو ۵۰۰۰ استازي د چين په بلنه په دغه فورم کې ګډون کوي. په تېرو دوو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ چټک پرمختګ موندلی دی او په نړۍ کې د چين لخوا وړاندې شوې ډېره لويه اقتصادي همکاريزه صحنه ګرځېدلې ده چې اوس د عملي کېدو په حال کې ده.

په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کولو راهيسې، د دغه وړانديز د پلي کولو بهير د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، په تېره بيا په ۲۰۱۷م کال کې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د لومړي لوړ پوړي فورم له جوړېدو وروسته د دغه وړانديز په ابادۍ کې د ګډون کوونکو شمېر کابو يو چند زيات شوی دی او په ټوله نړۍ کې يې اړوندې پروژې روانې دي. ټوله نړۍ له دې څخه يو ځل بيا د چين سرعت احساسوي.

شک نه شته چې د قوي پرمختګ تر شا نه يوازې د چين حکومتي هڅونې او فعال ولسي ګډونونه شته، بلکې د دغه وړانديز په چوکاټ کې د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر اصولو د نړيوالې ټولنې ټينګښت هم ليدل کېږي. له دې څخه څرګندېږي چې دغه وړانديز د يوې جامعې څواړخيزې همکاريزې صحنې په توګه د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځله ويلي چې يو کمربند او يوه لار د چين نوښت دی، خو ټولې نړۍ پورې اړه لري. اوس په اوسني روان فورم کې د ۳۹ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران، زرګونه کارپوهان او د مختلفو ساحو رهبران په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه پر بحثونو بوخت دي، ويل کېږي چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ په حال کې ده او د مختلفو هېوادونو پرمختګ ته به لا پراخه فضا برابره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای